پروان کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷ ګڼې فرمان په اړه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې

Publications
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۹
خبر

پروان کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷ ګڼې فرمان په اړه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې

پروان ولایت کې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د پروان پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷ ګڼې فرمان د رسالې په اړه له ۷۰۰ تنو محصلینو څخه د اخیستل شوې ازموینې پایلې نن د یاد ولایت د والي الحاج شیخ عزیزالرحمن منصور، د بېلابېلو ادارو د رئیسانو، د پوهنتون د استادانو او محصلینو په حضور کې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه‌الله د کنفرانسونو په تالار کې اعلان شوې، چې په ترڅ کې ممتاز محصلین وستایل شول.

د غونډې په پیل کې د پروان پوهنتون رئیس، دوکتور محمدعزیز کاظم، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلامي نظام د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې.نوموړي وویل، د پروان پوهنتون رهبري هڅه کوي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله ټول فرمانونه د ټولنې او محصلینو لپاره په سمه توګه وړاندې کړي.

ورته مهال، د پروان والي الحاج شیخ عزیزالرحمن منصور د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې هېواد په تېرو لسیزو کې له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوی و، خو اوس د ویاړ ځای دی چې د یوه اسلامي نظام تر چتر او د یوه قیادت تر مشرۍ لاندې ژوند کوو.نوموړي د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ټولو فرمانونو یادونه وکړه او هغه یې د دیني شریعت مطابق او د ټولنې د اصلاح لپاره ګټور وبلل.

همدارنګه د پروان د استخباراتو رئیس مولوي فتح‌الله مدني د نظام له خوا د محصلینو او ځوانانو لپاره د برابر شویو فرصتونو په اړه خبرې وکړې، او د دغو فرصتونو پر سمې او اغېزمنې ګټې اخیستنې یې ټینګار وکړ.

د ازموینې په پای کې ګډونوالو محصلینو د اسلامي امارت له مسؤلینو مننه وکړه او ویې ویل، چې دا ډول ازموینه د ټولنې اصلاح او د ځوانانو زده کوونکو پر ذهني ودې باندې مثبت اغېز لري.

د یادونې وړ ده، چې د ازموینې په پای کې لسو غوره او ممتازو محصلینو ته د اړوندو ادارو له لوري جایزې هم ورکړل شوې.
 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۸
Background image

شماره‌های ۲۸ و ۲۹ فصل‌نامه علمی «چراغ حکمت» پوهنتون پروان چاپ شد

شماره‌های ۲۸ و ۲۹ فصل‌نامه علمی «چراغ حکمت» پوهنتون پروان چاپ شد

شماره‌های ۲۸ و ۲۹ فصل‌نامه علمی «چراغ حکمت»، متعلق به پوهنتون پروان، از چاپ برآمد.

این فصل‌نامه علمی با صاحب‌امتیازی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۰
Background image

پوهنتون پروان برای دومین‌بار مسابقه کتاب‌خوانی فرمان شماره (۱۷) را برگزار کرد

پوهنتون پروان برای دومین‌بار مسابقه کتاب‌خوانی فرمان شماره (۱۷) را برگزار کرد

محفل اعلام نتایج و اهدای جوایز مسابقه کتاب‌خوانی فرمان شماره (۱۷) با حضور والی پروان، رهبری پوهنتون پروان،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۷
Background image

راه ادا امتحان رقابتی در باره فرمان شماره (۱۷) میان صدها تن از محصلان پوهنتون پروان

راه ادا امتحان رقابتی در باره فرمان شماره (۱۷) میان صدها تن از محصلان پوهنتون پروان

امتحان رقابتی فرمان شماره ۱۷ عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله آخندزاده، پیرامون جلوگیری از رواج. . .

BACK TO NEWS