د پروان پوهنتون پنځو استادانو د ادبیاتو، ژبپوهنې او قراني علومو په اړه علمي کنفرانسونه وړاندې کړل
د پروان پوهنتون پنځو استادانو د ادبیاتو، ژبپوهنې او قراني علومو په اړه علمي کنفرانسونه وړاندې کړل
د پروان پوهنتون د علمي کادر پنځو غړو د عرفاني ادبیاتو، ادبي تیورۍ، د معاصر شعر سبکپېژندنې، عربي ژبپوهنې او قرآني علومو په برخو کې د خپلو علمي ترفیعاتو کنفرانسونه نن د شنبې په ورځ، د مولانا جلالالدین محمد بلخي د څېړنیز مرکز د کنفرانسونو تالار کې وړاندې کړې.
په دغه علمي غونډه کې د ادبیانو پوهنځي رئیس، د ادبیاتو او شرعیاتو پوهنځیو لسګونو استادانو ګدون کړی و.
په دې غونډه کې پوهندوی ډاکټر فدا محمد رادپور د پوهنوال علمي رتبې لپاره د «مثنوي معنوي کې د پاچا او وینځې د کیسې رمزپېژندنه» تر سرلیک لاندې کنفرانس وړاندې کړ. نوموړي د مولانا د دې مشهورې عرفاني کیسې پر رمزي، معنوي او مفهومي اړخونو هر اړخیزه شننه وکړه.
همدارنګه، پوهندوی ګل رحمن رحماني د پوهنوال علمي رتبې لپاره د «د خوشحال خټک د شعر تیوري د اوسنۍ ادبي تیورۍ له نظره» تر سرلیک لاندې خپله کنفرانسي وړاندې کړه. نوموړي د خوشحالخان خټک د شعري نظریې د معاصرو ادبي تیوریو له لیدلوري وڅېړله او د پښتو کلاسیک ادب او معاصرې ادبي کرهکتنې ترمنځ یې اړیکې و ارزولې.
ورپسې، پوهنیار عنایتالله میرزایي د «د لیچ د الګو پر بنسټ د قنبرعلي تابش په شعرونو کې د معنایي هنجار ماتونې تحلیل او څېړنه» تر سرلیک لاندې موضوع وړاندې کړه. هغه د ژبپوهنې او سبکپېژندنې له تیوریو په ګټې اخیستنې، د معاصر فارسي شعر هنري او ښکلاپېژندیزې ځانګړنې وڅېړلې.
همداراز، پوهنیار نورالهدی نهضت د «د الحشر په سورت کې د اسم فاعل او د مبالغې د صیغو څېړنه او تحلیل» تر سرلیک لاندې موضوع وړاندې کړه او د عربي ژبپوهنې او قرآني علومو له لیدلوري یې په یاد سورت کې د اسم فاعل او د مبالغې د صیغو صرفي او بلاغي جوړښتونه وڅېړل.
په پای کې، پوهندوی ډاکټر عبدالباسط حیدري «په قرآن کریم کې د حضرت موسی علیهالسلام د کیسې د تکرار د رازونو څېړنه» تر سرلیک لاندې کنفرانس وړاندې کړ او د قرآن کریم په بېلابېلو آیتونو کې یې د دې کیسې د تکرار حکمتونه، پیغامونه او روزنیز اړخونه روښانه کړل.
د یادونې وړ ده چې د دغو علمي کنفرانسونو وړاندې کول د پروان پوهنتون د څېړنیز لیدلوري څرګندونه کوي. دغه بهیر د پوهې د تولید، د استادانو او محصلانو تر منځ د علمي خبرو اترو د پراختیا او د ادبیاتو، ژبپوهنې او اسلامي علومو ترمنځ د علمي اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزناک ګام بلل کېږي؛ چې کولای شي د لوړو زده کړو د کیفیت په لوړولو، د کورنیو څېړنو په پراختیا او په هېواد کې د پروان پوهنتون د علمي دریځ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
په درنښت
د پروان پوهنتون د خپرونو دفتر
