د علمي چارو معاونيت
د علمي چارو معاونيت
محترم پوهندوی فدامحمد محمدي د حاجي بازمحمد زوی او د شهید رازمحمد لمسی دی، چې په ۱۳۶۶ هـ.ش کال د غبرګولي په ۲۰مه نېټه د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ د نیکزایي په کلي کې په یوه متدینه، علمي او فرهنګي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.
نوموړي خپلې لومړنۍ دیني زده کړې د خپل کلي له مشهور عالم، مولوي عبدالباقي صاحب څخه ترلاسه کړي. همدارنګه یې خپلې لومړنۍ، منځنۍ او لېسې زده کړې د واغظ ولسوالۍ د قلعه محمدخان په عالي لېسه کې بشپړې کړې دي او په ۱۳۸۵ هـ.ش کال کې له یادې لېسې څخه فارغ شوی دی چې په همدې کال کې د کانکور ازموینې له لارې د خوست شیخ زاید پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د ریاضي ـ فزیک څانګې ته بریالی شو او په ۱۳۸۹ هـ.ش کال کې یې له یادې څانګې څخه په لومړۍ درجه فراغت ترلاسه کړ.
له فراغت وروسته د پوهنې وزارت د مرکز د ساینس ریاست د فزیک څانګې د علمي کادر بست ته د آزاد رقابت له لارې بریالی شو. نوموړي د هېواد د تعلیمي نصاب د تجربوي فزیک د اووم، اتم او نهم ټولګیو د درسي کتابونو په ترتیب او تألیف کې فعاله ونډه اخیستې ده. همدارنګه یې د څلورم څخه تر شپږم ټولګي پورې د ښوونکو د لارښود کتابونو د معرفي او تدریس اړوند سمینارونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښوونکو ته وړاندې کړي دي. سربېره پر دې، د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو د فزیک د نویو درسي کتابونو د تدریس او معرفي په موخه یې د هېواد په کچه ګڼ علمي سمینارونه وړاندې کړي او د فزیک د تجربوي لابراتوارونو د تجهیز او تشریح په برخه کې یې هم ارزښتناک خدمات ترسره کړي دي.
په ۱۳۹۱ هـ.ش کال کې د پکتیکا پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د فزیک څانګې د علمي کادر بست ته د آزاد رقابت له لارې بریالی شو او د همدې کال د تلې په ۲۲مه نېټه د استاد په توګه مقرر شو.
په ۱۳۹۶ هـ.ش کال کې د ایران په تهران ښار کې د خوارزمي پوهنتون د نانو ټکنالوژۍ په څانګه کې د ماسټرۍ زده کړو ته شامل شو او په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې یې خپلې لوړې زده کړې په بریالیتوب سره بشپړې کړې. په همدې کال کې نوموړي ته د پکتیکا پوهنتون د تضمین کیفیت د آمریت دندې وسپارل شوې او تر اوسه پورې یې په ملي او نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې ۱۳ علمي ـ څېړنیزې مقالې خپرې کړې دي.
نوموړی په ۱۴۰۰ هـ.ش کال کې د غزني تخنیکي پوهنتون د رئیس په توګه وټاکل شو او درې کاله یې په دې دنده کې خدمت وکړ. وروسته د غزني پوهنتون د فزیک څانګې ته تبدیل شو چې تر اوسه د استاد په توګه د تدریس او علمي خدمتونو چارې پر مخ وړي.
پوهندوی فدامحمد محمدي د هېواد له هغو علمي شخصیتونو څخه دی چې د تدریس، علمي څېړنو، نصاب جوړونې او علمي مدیریت په برخو کې یې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي او لا هم د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره يې خپلې هڅې روانې ساتلې دي.