په پروان پوهنتون کې د درنو علماوو او شیوخ الکرامو افتخاري تدریس.
په پروان پوهنتون کې د درنو علماوو او شیوخ الکرامو افتخاري تدریس.
نن د یکشنبې ورځ چې د تلې میاشتې له نهمې نېټې سره برابره ده، د دیني، فقهي درسونو په لړ کې دا ځل د ژبو اوادبیاتو پوهنځي زده کړیانو ته د پروان ولایت د علماوو کرامو د شورا غړي ښاغلي شیخ محمد ګل وهاج د فقهي او دیني موضوعاتو د تدریس تر څنګ د ځوانانو د اذهانو تنویر په پار لازم لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
دغه درسي بهیر د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همغږۍ چې د ”اسلامي راکړې ورکړې ،د اقتصادي نظام او اسلامي تمدن“ تر سرلیک لاندې د نصاب موضوعات وو، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د درېيم او څلورم ټولګیو زده کړیالانو ته وړاندې شو.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي شیخ صاحب وهاج خپل تدریس له نصاب سره سم وړاندې کړ، او په پای کې د محصلانو پوښتنې هم ځواب کړې.
د دې لېکچرونو لړۍ به د لسګونو پوهنځیو محصلانو ته په راتلونکي کې هم دوام ولري.