پروان پوهنتون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې
پروان پوهنتون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې
دغوایي ـ ۴مه
پروان ولایت پوهنتون ریاست کې د اتو پوهنځیو او د ۸ لوبډلو په شمول نن د محصلینو همغږۍ او د همکارۍ جام تر عنوان لاندې د کرکت(۱۰) اوریزه سیالۍ پیل شوې.
د سیالیو پرانیسته کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال او ورسره د محصلانو سرپرست مرستیال، د کرکټ مسؤلینو، کرکټ مینه والو محصلینو اونورو مخورو شخصیتونو هم ګډون درلود.
پروان ولایت کې د کرکټ بورډ استازی محمد عیسی ایوبي وایی: چې په دغه سیالۍ کې ۸ لوبډلو کډون کړي چې ۲۶ ورځې به دوام وکړي.
ښاغلي ایوبي زیاته کړه، چې دغه سیالیۍ د محصلینو ترمنځ د همغږۍ، همکارۍ، سالم رقابت، او د ورورګلوۍ د روحیې د پیاوړتیا په موخه ترسره کیږي.
نوموړي وایي: چې دا ډول سیالۍ نه یوازې د کرکټ لوبغاړو ته د پرمختګ زمینه برابروي، بلکې د سیمې د خلکو لپاره د تفریح او روغتیا لپاره هم ګټور تمامې دای شي.
په ورته وخت کې د کرکټ ځینو لوبغاړو د افغانستان کرکټ بورډ څخه هیله څرګنده کړه چې افغانستان کرکټ بورډ دې، موږ لپاره یو معیاري لوبغالی جوړ کړي، تر څو موږ د کرکټ مسلکي تمرینونه وکړو.
په درناوي
د پروان پوهنتون د خپرونو دفتر