د پروان پوهنتون علمي شورا دښاغلي ډاکټر محمد کاظم په مشرۍ دایره شوه.
د پروان پوهنتون علمي شورا دښاغلي ډاکټر محمد کاظم په مشرۍ دایره شوه.
نن یکشنبه د تلې میاشتې په ۳۰ مه نېټه له غرمې مخکې د پروان پوهنتون رئیس ښاغلي ډاکټر محمد عزیز کاظم په مشرۍ د پوهنتون علمي شورا جوړه شوه، په غونډه کې د علمي چارو مرستیال ډاکټر عبدالحق حنیف، د مالي او اداري مرستیال قاري برکت الله حنفي، د پو هنځیو رئیسانو او د علمي شورا دایمي غړو ګډون کړی ؤ چې په مطروحه اجنډاوو بحث او پریکړې وشوې.
لومړی د پروان پوهنتون رئیس ډاکټر محمد عزیز کاظم د دې شورا پخوانیو پرېکړو ته کتنه وکړه او په ورتهوخت کې یې ځینې مهم او بنسټیز ټکي په ګوته کړل چې په دې میاشت کې د محصلینو د ودې او پرمختګ لامل شوي دي او تأکید یی وکړ چې د دې پوهنتون له لارې به محصلینو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
ورپسې د ١٤ ماده ییزې اجنډا اړوند لازمې خبرې او پرېکړې وشوې چې د استادانو د عملي ترفیع د تثبیت، د سمستر آزموینو د پیل په څرنګوالی او د ګڼ شمېر نورو موضوعاتو په اړه لازم تصامیم ونیول شول.