پروان پوهنتون کې د "امارت پيژندنې " تر سرلیک لاندې د کتاب لوستلو د آزموینې پایلې اعلان شوې.
پروان پوهنتون کې د "امارت پيژندنې " تر سرلیک لاندې د کتاب لوستلو د آزموینې پایلې اعلان شوې.
نن دوشنبه د تلې (میزان) د میاشتې پر لسمه مخکې له غرمې پروان پوهنتون کې د "امارت پیژندنې " تر عنوان لاندې د کتاب لوستلو سیالۍ د پایلو د اعلان په مناسبت غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د پوهنتون رئیس محترم ډاکتر محمد عزیز "کاظم "، د علمي او محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارمندانو او په سلګونو زده کړیالانو ګډون درلود.
د پروان پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور محمد عزیز کاظم د ارشاد او دعوت له آمر څخه د قدردانۍ تر څنګ زیاته کړه چې د دې سیالیو موخه د زده کړیالانو فعال ګډون له نظام څخه د ملاتړ او د نظام له موخو او تګلارو په اړه د زده کړیالانو پوهاوی دی او تر څنګ یې د سیالیو په موخه د ګڼ شمېر کتابونو د چاپ پر ګاڼه ښکلولو سپارښتنې هم وکړې.
د غونډې په لړ کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار محمد علیم مجددی وویل: د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې د سمې لارې غوراوی کولای شي چې ځوانان سمې لارې ته و هڅوي، چې ورته برنامې یې بیلګې ګڼلی شو.
له دې ټولو سره سره د علمي چارو مرستیال ډاکتر عبدالحق حنیف وویل چې په دې اداره کې به د دیني علومو زده کړه، د الهي کلام ژباړه او تفسیر په خاصه توګه استادانو، زده کړیالانو او اداري کارمندانو لپاره د اصلاح او سمونې برنامې د واحدې ادارې د جوړولو په پار جوړېږي، دا سیالۍ د یادو پروګرامونو یوه برخه ده او د دغو سیالیو د پیل پر پراختیا يې ټینګار وکړ.
په وروستۍ برخه کې د آزموینې پایلې اعلان شوې چې نجیب الله فیضي لومړی مقام، یحیی او جان محمد دویم مقام، فرامرز درېیم او باقر څلورم مقام په خپلولو سره پر ستاینلیکونو ونازول شول چې د دې سیالیو له ګډون کونکو څخه وو، د پوهنتون د رهبرۍ له لوري د نقدي امتیازاتو په ورکولو سره لا و هڅول شول.
د یادونې وړ ده،چې دغه سیالۍ تېره اونۍ د پروان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت لخوا په لاره اچول شوې وه، چې له لسګونو پوهنځیو څخه په لسګونو زده کړیالانو پکې برخه اخیستې وه.