د پروان پوهنتون ۲۲ محصلانو ننګرهار ته د ننګرهار پوهنتون پښتو څانګې او د معاصرې دورې د نامتو ادیبانو پوهاند صدیق الله رښتین، استاد قیام الدین خادم، استاد ګل پاچا الفت د مزارونو او ځینو  فرهنګي مرکزونو د لیدنې په موخه علمي سفر پیل کړ.

Publications
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳۷
خبر

د پروان پوهنتون ۲۲ محصلانو ننګرهار ته د ننګرهار پوهنتون پښتو څانګې او د معاصرې دورې د نامتو ادیبانو پوهاند صدیق الله رښتین، استاد قیام الدین خادم، استاد ګل پاچا الفت د مزارونو او ځینو  فرهنګي مرکزونو د لیدنې په موخه علمي سفر پیل کړ.

د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د علمي کادر غړي او د سفر لارښود پوهندوی ګل‌رحمن رحماني وویل: دغه سفر د دې لپاره تنظیم شوی چې محصلان په عملي ډول د ننګرهار پوهنتون پښتو څانګې، د پښتو ادب له وتلو شخصیتونو لکه پوهاند صدیق‌الله رښتین، استاد ګل‌پاچا الفت او استاد قیام‌الدین خادم له علمي او ادبي خدمتونو او آثارو سره وپېژندل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو لیکوالانو آثار د پښتو معاصر هنري نثر په مضمون کې تدریسېږي او محصلان به د سفر په ترڅ کې د ننګرهار عامه کتابتون څخه هم لیدنه وکړي، چې د یادو لیکوالانو د آثارو یوه د پام وړ برخه پکې ساتل شوې ده. همدارنګه د دغو ادبي شخصیتونو له یو شمېر همکارانو، شاګردانو او نږدې کسانو سره لیدنې او خبرې اترې هم د دې سفر په پروګرام کې شاملې دي.

د رحماني په وینا، دا ډول پروګرامونه د نظري زده‌کړو او میداني څېړنو ترمنځ د اړیکې زمینه برابروي او د محصلانو د علمي او څېړنیز ظرفیت په لوړولو کې اغېزناک رول لري.

د یادونې وړ ده چې د پروان پوهنتون رهبري د علمي او څېړنیزو سفرونو بشپړ ملاتړ کوي او هڅه کوي د علمي او فرهنګي لیدنو لپاره د فرصتونو په برابرولو سره د محصلانو څېړنیز مهارتونه او علمي وړتیاوې لا پیاوړې کړي. دغه سفر هم د همدې پروګرامونو په چوکاټ کې او د پوهنتون د رهبرۍ په ملاتړ د محصلانو د عملي پوهې د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.

د پروان پوهنتون د خپرونو دفتر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۸:۵۹
Background image

د پروان پوهنتون پنځو استادانو د ادبیاتو، ژبپوهنې او قراني علومو په اړه علمي کنفرانسونه وړاندې کړل

د پروان پوهنتون پنځو استادانو د ادبیاتو، ژبپوهنې او قراني علومو په اړه علمي کنفرانسونه وړاندې کړل

د پروان پوهنتون د علمي کادر پنځو غړو د عرفاني ادبیاتو، ادبي تیورۍ، د معاصر شعر سبک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۴۰
Background image

پروان پوهنتون کې د وینا فن یو ورځنی سمینار تر سره شو

پروان پوهنتون کې د وینا فن یو ورځنی سمینار تر سره شو

د پروان پوهنتون په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د محصلانو لپاره د وینا فن په اړه تر «د وینا فن، د شخصیت ظهور» نامه لاندې یو ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۳:۵۳
Background image

پروان پوهنتون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

پروان پوهنتون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

دغوایي ـ ۴مه

 پروان ولایت پوهنتون ریاست کې د اتو پوهنځیو او د ۸ لوبډلو په شمول نن د محصلینو همغږۍ او د همکارۍ جام تر عنوان. . .

BACK TO NEWS