معاون تحقیق
پروان پوهنتون د علمي څېړنو د مرستیال لنډه پېژندنه
ښاغلی پوهندوی آغامحمد محمدي، د الحاج نور محمد زوی، د ۸۶۳۱ ملریز کال د تلې میاشتې په ۸۱مه نېټه، د تخار والیت د بهارک
ولسوالۍ د ششتېپې کيل، په یوه علمي او جهادي کورنۍ کې نړۍ ته سرتګې غړولې دي.
نوموړي خپلې لومړنۍ دیني زدهکړې د خپل کيل په جومات کې له مال امامانو څخه کړې دي. له لومړنیو دیني زدهکړو وروسته په ښوونځي کې
شامل شو او د لومړنیو زدهکړو دوره یې د تالقان ښار د سید نارص شهید په ښوونځي، منځنۍ دوره یې د بهارک ولسوالۍ د نثار احمد شهید په
ښوونځي او د لېسې دوره یې د تخار مرکز د ډاکرت سید حسین شهید په ښوونځي کې بشپړه کړه او په ۸۶۱۱ ملریز کال کې ترې فارغ شو.
له دې وروسته د کانکور ازموینې له الرې د تخار پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې ته بریالی شو او په ۸۶۳۱ ملریز
کال کې یې له یاد پوهنتون څخه په دویمه درجه فراغت تر السه کړ. له فراغت رسه سم، د کادري ازموینې له الرې د پروان پوهنتون د کرنې
پوهنځي د استاد په توګه وټاکل شو.
په ۸۶۳۱ ملریز کال کې د ماسټرۍ د زدهکړو لپاره ایران ته والړ او د دغه هېواد د یاسوج نړیوال پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او
پراختیا په څانګه کې شامل شو. نوموړي په ۸۶۳۳ ملریز کال کې د ماسټرۍ دوره په بریالیتوب رسه بشپړه کړه او بېرته خپل هېواد ته راستون شو.
ښاغلی پوهندوی آغامحمد محمدي تر دې دمه په بېالبېلو معتربو علمي ژورنالونو کې شاوخوا اته علمي او څېړنیزې مقالې خپرې کړې دي.
نوموړی اوس مهال د خپلو علمي او څېړنیزو فعالیتونو ترڅنګ، د پروان پوهنتون د علمي څېړنو د مرستیال په توګه دنده تررسه کوي.
له لوړو زده کړو او تحصیيل ډګر رسه مینه، ژمنتیا او علمي مدیریت ددې سبب شوی چې پروان پوهنتون د هېواد د پوهنتونونو په ډله کې د لوړ
مقام او علمي اعتبار خاوند يش. موږ ورته په علمي او څېړنیزو چارو کې د سرت څښنت تعالی جل جلاله له درباره د ال نورو غوره السته راوړنو او
بریالیتوبونو هیله کوو.