د پروان پوهنتون ۲۲ محصلانو ننګرهار ته د ننګرهار پوهنتون پښتو څانګې او د معاصرې دورې د نامتو ادیبانو پوهاند صدیق الله رښتین، استاد قیام الدین خادم، استاد ګل پاچا الفت د مزارونو او ځینو فرهنګي مرکزونو د لیدنې په موخه علمي سفر پیل کړ.
د پروان پوهنتون ۲۲ محصلانو ننګرهار ته د ننګرهار پوهنتون پښتو څانګې او د معاصرې دورې د نامتو ادیبانو پوهاند صدیق الله رښتین، استاد قیام الدین خادم، استاد ګل پاچا الفت د مزارونو او ځینو فرهنګي مرکزونو د لیدنې په موخه علمي سفر پیل کړ.
د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د علمي کادر غړي او د سفر لارښود پوهندوی ګلرحمن رحماني وویل: دغه سفر د دې لپاره تنظیم شوی چې محصلان په عملي ډول د ننګرهار پوهنتون پښتو څانګې، د پښتو ادب له وتلو شخصیتونو لکه پوهاند صدیقالله رښتین، استاد ګلپاچا الفت او استاد قیامالدین خادم له علمي او ادبي خدمتونو او آثارو سره وپېژندل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغو لیکوالانو آثار د پښتو معاصر هنري نثر په مضمون کې تدریسېږي او محصلان به د سفر په ترڅ کې د ننګرهار عامه کتابتون څخه هم لیدنه وکړي، چې د یادو لیکوالانو د آثارو یوه د پام وړ برخه پکې ساتل شوې ده. همدارنګه د دغو ادبي شخصیتونو له یو شمېر همکارانو، شاګردانو او نږدې کسانو سره لیدنې او خبرې اترې هم د دې سفر په پروګرام کې شاملې دي.
د رحماني په وینا، دا ډول پروګرامونه د نظري زدهکړو او میداني څېړنو ترمنځ د اړیکې زمینه برابروي او د محصلانو د علمي او څېړنیز ظرفیت په لوړولو کې اغېزناک رول لري.
د یادونې وړ ده چې د پروان پوهنتون رهبري د علمي او څېړنیزو سفرونو بشپړ ملاتړ کوي او هڅه کوي د علمي او فرهنګي لیدنو لپاره د فرصتونو په برابرولو سره د محصلانو څېړنیز مهارتونه او علمي وړتیاوې لا پیاوړې کړي. دغه سفر هم د همدې پروګرامونو په چوکاټ کې او د پوهنتون د رهبرۍ په ملاتړ د محصلانو د عملي پوهې د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.
د پروان پوهنتون د خپرونو دفتر
