پروان پوهنتون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

Publications
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۳:۵۳

پروان پوهنتون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

دغوایي ـ ۴مه

 پروان ولایت پوهنتون ریاست کې د اتو پوهنځیو او د ۸ لوبډلو په شمول نن د محصلینو همغږۍ او د همکارۍ جام تر عنوان لاندې د کرکت(۱۰) اوریزه سیالۍ پیل شوې.

د سیالیو پرانیسته کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال او ورسره د محصلانو سرپرست مرستیال، د کرکټ مسؤلینو،  کرکټ مینه والو محصلینو اونورو مخورو شخصیتونو هم ګډون درلود.

پروان ولایت کې د کرکټ بورډ استازی محمد عیسی ایوبي وایی: چې په دغه  سیالۍ کې ۸ لوبډلو کډون کړي چې ۲۶ ورځې به دوام وکړي.

ښاغلي ایوبي زیاته کړه، چې دغه سیالیۍ د محصلینو ترمنځ د همغږۍ، همکارۍ، سالم رقابت، او د ورورګلوۍ د روحیې د پیاوړتیا په موخه ترسره کیږي.

نوموړي وایي: چې دا ډول سیالۍ نه یوازې د کرکټ لوبغاړو ته د پرمختګ زمینه برابروي، بلکې د سیمې د خلکو لپاره د تفریح او روغتیا لپاره هم ګټور تمامې دای شي.

په ورته وخت کې د کرکټ ځینو لوبغاړو د افغانستان کرکټ بورډ څخه هیله څرګنده کړه چې افغانستان کرکټ بورډ دې، موږ لپاره یو معیاري لوبغالی جوړ کړي، تر څو موږ د کرکټ مسلکي تمرینونه وکړو.

په درناوي

 د پروان پوهنتون د خپرونو دفتر

 

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۸
Background image

شماره‌های ۲۸ و ۲۹ فصل‌نامه علمی «چراغ حکمت» پوهنتون پروان چاپ شد

شماره‌های ۲۸ و ۲۹ فصل‌نامه علمی «چراغ حکمت» پوهنتون پروان چاپ شد

شماره‌های ۲۸ و ۲۹ فصل‌نامه علمی «چراغ حکمت»، متعلق به پوهنتون پروان، از چاپ برآمد.

این فصل‌نامه علمی با صاحب‌امتیازی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۰
Background image

پوهنتون پروان برای دومین‌بار مسابقه کتاب‌خوانی فرمان شماره (۱۷) را برگزار کرد

پوهنتون پروان برای دومین‌بار مسابقه کتاب‌خوانی فرمان شماره (۱۷) را برگزار کرد

محفل اعلام نتایج و اهدای جوایز مسابقه کتاب‌خوانی فرمان شماره (۱۷) با حضور والی پروان، رهبری پوهنتون پروان،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۷
Background image

راه ادا امتحان رقابتی در باره فرمان شماره (۱۷) میان صدها تن از محصلان پوهنتون پروان

راه ادا امتحان رقابتی در باره فرمان شماره (۱۷) میان صدها تن از محصلان پوهنتون پروان

امتحان رقابتی فرمان شماره ۱۷ عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله آخندزاده، پیرامون جلوگیری از رواج. . .

BACK TO NEWS