له پروان پوهنتون څخه ۷۱ تنه زده کړیالان د کمپیوټر له کورس څخه فارغ شول.
له پروان پوهنتون څخه ۷۱ تنه زده کړیالان د کمپیوټر له کورس څخه فارغ شول.
چهارشنبه د تلې (میزان) د میاشتې په ۲۶ مه نېټه مخکې له غرمې د کرنې پوهنځي ٧١ تنه زده کړیالان د کمپیوټر له دوه میاشتني کورس څخه فارغ شول.
د کرنې پوهنځي د فرهنګي کمېټې مشر پوهنیار عبدالعلیم عثماني وویل چې دغه شمېر زده کړیالان د کمپیوټر له هغه کورس څخه، چې (افیس پکیج) پروګرام پکې شامل و چې د یو تن زده کړیال لخوا په لاره اچول شوی، فارغ شول.
بل خوا د ټولنیزو علومو پوهنځي رئیس پوهنمل صنعت الله فروتن هم د ټولنیزو علومو پوهنځي څخه نوموړي غونډې ته ورته د کورس د پای ته رسېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې له دوه میاشتني کورس (افیس پکیج) څخه ۵۴ تنه زده کړیالان نن فارغ شول.
له دې ټولو سره سره د علمي چارو معاون دوکتور عبدالحق حنیف وویل چې د زده کړیالانو لپاره د ښوونې او روزنې تر څنګ د دا ډول لنډ مهالو او اوږد مهالو ښوونیزو پروګرامونو پلي کول زده کړیالانو ته په بهر کې د تخصصي برنامو لپاره چمتو کوي.
ښاغلی حنیف د دې پروګرام له جوړونکي څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې د دې پروګرام د پراختیا لپاره د پروان پوهنتون رهبري هیئت چمتو دی چې د ښو فرصتونو په رامنځته کولو کې همکاري او مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی چې زده کړیالان له روزنیز کورس څخه فارغېږي، بلکې په دې ورستیو کې د ژورنالېزم یو شمېر زده کړیالان د عصري زده کړه ییزې خبریالۍ او د موبایل خبریالۍ څخه فارغ شول.