له پروان پوهنتون څخه ۷۱ تنه زده کړیالان د کمپیوټر له کورس څخه فارغ شول. 

parwan_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۹:۷
له پروان پوهنتون څخه ۷۱ تنه زده کړیالان د کمپیوټر له کورس څخه فارغ شول. 

له پروان پوهنتون څخه ۷۱ تنه زده کړیالان د کمپیوټر له کورس څخه فارغ شول. 
چهارشنبه د تلې (میزان)  د میاشتې په ۲۶ مه نېټه مخکې له غرمې د کرنې پوهنځي ٧١ تنه زده کړیالان د کمپیوټر له دوه میاشتني کورس څخه فارغ شول. 
د کرنې پوهنځي د فرهنګي کمېټې مشر پوهنیار عبدالعلیم عثماني وویل چې دغه شمېر زده کړیالان د کمپیوټر له هغه کورس څخه، چې (افیس پکیج)  پروګرام پکې شامل و چې د یو تن زده کړیال لخوا په لاره اچول شوی، فارغ شول. 
بل خوا د ټولنیزو علومو پوهنځي رئیس پوهنمل صنعت الله فروتن هم د ټولنیزو علومو پوهنځي څخه نوموړي غونډې ته ورته د کورس د پای ته  رسېدو خبر ورکړ او ویې ویل،  چې له دوه میاشتني کورس (افیس پکیج) څخه ۵۴ تنه زده کړیالان نن فارغ شول. 
له دې ټولو سره سره د علمي چارو معاون دوکتور عبدالحق حنیف وویل چې د زده کړیالانو لپاره د ښوونې او روزنې تر څنګ د دا ډول لنډ مهالو او اوږد مهالو ښوونیزو پروګرامونو پلي کول زده کړیالانو ته په بهر کې د تخصصي برنامو لپاره چمتو کوي. 
ښاغلی حنیف د دې پروګرام له جوړونکي څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې د دې پروګرام د پراختیا لپاره د پروان پوهنتون رهبري هیئت چمتو دی چې د ښو فرصتونو په رامنځته کولو کې همکاري او مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی چې زده کړیالان له روزنیز کورس څخه فارغېږي،  بلکې په دې ورستیو کې د ژورنالېزم یو شمېر زده کړیالان د عصري زده کړه ییزې خبریالۍ او د موبایل خبریالۍ څخه فارغ شول. 
 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۴۱
Background image

آغاز پروژه ترمیم و رنگمالی بلاک‌های تدریسی پوهنتون پروان با هزینه ۱.۷ میلیون افغانی

آغاز پروژه ترمیم و رنگمالی بلاک‌های تدریسی پوهنتون پروان با هزینه ۱.۷ میلیون افغانی

کار پروژه ترمیمات اساسی و رنگمالی بلاک‌های تدریسی شرعیات و حقوق و تعلیم و تربیه پوهنتون پروان، با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۹
Background image

والی پروان در حلقه درسی فرامین پوهنتون: وحدت و تقوا، اساس استحکام نظام اسلامی و عزت مردم است

والی پروان در حلقه درسی فرامین پوهنتون: وحدت و تقوا، اساس استحکام نظام اسلامی و عزت مردم است

حلقه درسی فرامین عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) امروز در پوهنتون پروان با حضور والی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

مسنند و یژه پوهنتون پروان

https://www.facebook.com/share/v/1DFCd9PiLd/ 

مستند ویژه ساخته شد مربوط به پوهنتون پروان را در این لینک زیر دیده میتوانید 

چشم به راه نظریات و دیدگاه های سازنده تان می باشیم

با. . .

BACK TO NEWS